د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم لېږي


د افغانستان په کندهار ولايت کې بزګران غنم چاڼ کوي. انځور له ارشيفه
د افغانستان په کندهار ولايت کې بزګران غنم چاڼ کوي. انځور له ارشيفه

هند سر له ننه (فبرورۍ ۲۲مه) افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم لېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د هندوستان د څانګې مشر بيشو پاراجولي تېره ورځ ناوخته له ال انډیا راډیو سره په مرکه کې په دې اړه معلومات ورکړل.

تمه ده چې دا ۱۰ زره ټنه غنم د واګې بندر له لارې په لاریو کې افغانستان ته یووړل شي.

د خوړو نړيوال پروګرام د هند له حکومت سره د همکاریو تړون ۱۰ ورځې مخکې لاسلیک کړی چې له مخې یې له افغانستان سره ټول ټال ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کېږي.

هند تر دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت پر مهال له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG