د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامیه کالج استادان: که غوښتنې مو پوره نه شي احتجاج به دوام لري  


په پېښور کې د اسلامیه کالج پوهنتون استادان وايي، چې تر څو یې حکومت د تنخاګانو زیاتولو او د نورو مراعاتو غوښتنې نه وې منلې، احتجاج به يې دوام لري. بلخوا د یادې تعلیمي ادارې زده کوونکیو د استادانو د احتجاج له وجې د امتحانونو ځنډېدو، په فیسونو کې د زیاتوالي او د نورو غوښتنو لپاره پرلت تر دوشنبې ځنډولی دی.

د استادانو اتحادیې ویاند شاه نواز خان د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال رېډیو ته وویل چې دوی د ډیسمبر له ۲۶مې څخه علامتي احتجاج پیل کړی وو خو د فبرورۍ له ۱۵مې یې کلاسونه اخیستل او د پوهنتون نور خدمات یې پرېښودې دي. "زموږ د پوهنتون ۸۰۰ ملینه روپۍ کلنۍ خساره ده. صوبايي حکومت دې پوهنتون ته د یو کال لپاره یوه روپۍ ګرانټ هم نه ورکوي نو موږ وایس چانسلر ته وایو چې ته حکومت پر دې خبره رضا کړه او ګرانټ راوړه. خو وایس چانسلر د دې لپاره بله لاره خپله کړې ده، هغه د زده کوونکیو فیسونه زیاتوي او د ملازمینو په تنخاګانو کې کټوتیانې تجویزوي."

د اسلامیه کالج پوهنتون استادان وايي چې حکومت ورسره د ۲۰۲۱ز کال په جون کې په تنخاګانو کې د لس فيصده او د کور په مراعاتو کې د اووه فيصده اضافې ژمنه کړې وه خو تراوسه یې نه ده عملي کړي.

په پوهنتون کې د استادانو لخوا د فبرورۍ پر ۱۵مه تر احتجاج وروسته زده کوونکیو هم د وایس چانسلر دفتر مخې ته ناسته پیل کړه او دریځ یې دا وو چې د استادانو لخوا د احتجاج په توګه د امتحانونو د هالونو تړل کېدو له وجې د دوی وخت ضایع کېږي.

د دې پوهنتون د زده کوونکیو اتحادیې مشر اڅک خان بیا وویل چې د پوهنتون انتظامیې ورته د امتحانونو کولو ترڅنګ په فیسونو کې د کمي او د جینکو د هاسټلو د مسلو د هوارولو لپاره تر فبرورۍ ۲۱مې پورې وخت ورکړی دی. نوموړی زیاتوي، که یې اوس هم غوښتنې ونه منل شوې نو د صوبې په کچه به احتجاج پیل کړي.

"د جینکو په هاسټلو کې نارینه ملازمین دي او ډېری داسې مسلې راځي چې هغوی یې نشې ویلي، بل زموږ د ټرانسپورټ مسله هم ده. حکومت وايي چې د کورونا وایرس وبا په مد کې زده کوونکیو ته مراعات ورکړی خو دوی زموږ په فیسونو کې ۱۰ فيصده زیاتوالې وکړ."

د اسلامیه کالج پوهنتون له زده کوونکیو سره په دې احتجاج کې د پېښور یونیورسټۍ د زده کوونکیو اتحادیو غړي او مدني فعالان هم شامل شوي وو.

د پوهنتون د زده کوونکیو د اتحادیې پښتون سټوډنټس فیډریشن یو مشر امین الله کنډي وویل چې له تېرې څه مودې راهیسي د انتظامیې د ناسمو تګلارو له وجې د زده کوونکیو مسلې زیاتې شوي دي نو ځکه احتجاج ته اړ شوي دي.

د اسلامیه کالج پوهنتون استادان پر وایس چانسلر تور پورې کوي چې هغه خپل قانوني اختیارات نه استعمالوي چې له وجې یې په کالج و پوهنتون کې مالي ستونځې زیاتې شوي دي.

د وایس چانسلر ویاند علي هوتي مشال رېډیو ته وویل چې دوی په تېره څه موده کې د مالي ستونځو له وجې ۳۸۴ ملازمین لیري کړ. نوموړي زیاته کړه، وایس چانسلر هڅه کوي چې تر مارچ میاشتې د استادانو او زده کوونکیو غوښتنې پوره کړي. "د پاکستان او په ځانګړې توګه د خیبرپښتونخوا ټولې یونیورسټیاني مالي مشکلات لري. وایس چانسلر صېب دوی ته وايي چې ماته تر مارچ پورې انتظار وکړئ چې تنخاګانې ورکړم. موږ هڅه کړې چې دا مسلې په ښې طریقې سره حل شي خو دا ځل ونشوې ځکه چې مالي مسلې دي."

علي هوتي وايي، اسلامیه کالج ته په ۲۰۰۹ز کال کې د پوهنتون درجه ورکړل شوه او دا مهال په دې اداره کې شااوخوا ۱۲ زره زده کوونکي زده کړې کوي. بلخوا صوبایي حکومت د اسلامیه کالج پوهنتون د استادانو او زده کونکیو د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې ویلي ول چې تعليمي ادارو یې د مالي ستونزو پر هوارولو کار پیل کړی.

XS
SM
MD
LG