د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامیه کالج پوهنتون ښوونکو د تنخاګانو لوړېدو لپاره احتجاج کړی


اسلامیه کالج پوهنتون ودانۍ: د ارشیف انځور
اسلامیه کالج پوهنتون ودانۍ: د ارشیف انځور

د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې د استادانو او انتظامي کارکوونکو احتجاج چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره یې کوي، په پنځمه ورځ هم روان دی.

دوی خپل احتجاج د فبرورۍ پر ۱۵مه پېل کړی او غوښتنه لري چې تنخاګانې دې ورته زیاتې کړل شي. دوی وايي، حکومت ورسره تر دې وړاندې په تنخاګانو کې ۲۰ فیصده زیاتوالی او اووه فیصده د کور الاونس منلی وو خو لا هم عملی شوی نه دی. په دغه احتجاج کې د اسلامیه کالج او پوهنتون د استادانو سره سره د دغه پوهنتون انتظامي کارکونکي هم شامل دي.

په سيند کې د زده کونکو د تنظيمونو د بحالۍ په منظورۍ خوشحالۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

استادان وایي، دوی به تر هغې کلاسونه نه اخلي چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې. دا په داسې حال کې ده چې د صوبې په سرکاري پوهنتونونو کې د داخلو او زده کړو لګښتونه، د هاسټلو فیسونه او نور لګښتونه ډېر شوي دي چې له کبله یې زده کوونکي او د هغوی والدین اندېښمن دي.

د یادودنې وړ ده چې د پېښور پوهنتون په ګډون د صوبې ځینو پوهنتونونو تېر کال د حکومتي فنډ د کمي خلاف هم احتجاجونه کړي وو.

بلخوا صوبایي حکومت د اسلامیه کالج او پوهنتون د استادانو د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې ویلي ول چې د پوهنتونونو د مالي ستونزو پر هوارولو یې کار پېل کړی.

XS
SM
MD
LG