د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سعودي له ایران سره د مخامخ خبرو لپاره هڅې کوي'


سعودي عرب وايي، له ایران سره په وروستیو خبرو کې خاص پرمختګ نه دی شوی - انځور له ارشیفه
سعودي عرب وايي، له ایران سره په وروستیو خبرو کې خاص پرمختګ نه دی شوی - انځور له ارشیفه

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره د خبرو په وروستیو پړاوونو کې خاص پرمختګ نه دی شوی خو زیاتوي چې سعودي عرب له ایران سره د نېغ په نېغه خبرو د پینځم پړاو لپاره هڅې کوي.

فیصل بن فرحان السعود د فبرورۍ پر ۱۹مه ویلي، په میونیښ (مونشن) کې امنیتي غونډې ته د خبرو پر مهال دا هیلې هم څرګندې کړې چې ایران به په سیمه کې د حالاتو ښه کولو لپاره د نویو فعالیتونو په لړ کې سنجیده اراده ولري. د ایران له خوا لا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

ایران او سعودي عرب دواړه حریف هېوادونه دي او په منځني ختیځ کې د نفوذ لپاره هڅې کوي.

پر دواړو هېوادونو دا تور هم دی چې په یمن، شام او نورو ځایونو کې په لاس پوڅو جګړو کې د اتحادیانو مرستې کوي.

ایران او سعودي عرب د پروسږکال له اپرېل راهیسې د خبرو یوشمېر پړاوونه ترسره کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG