د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۲،۴۶۵ پېښې ثبت شوي


په کراچۍ کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس معلوملو لپاره یو ماشوم معاینه کوي - انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس معلوملو لپاره یو ماشوم معاینه کوي - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۲،۴۶۵ نوې پېښې ثبت شوي دي.

د کورونا وایرس په اړه حکومتي ووبپاڼې د فبرورۍ پر ۱۶مه ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۴۹ کسان مړه شوي دي چې ورسره په ۲۰۲۰ز کال کې د جهاني وبا له پیل راهیسې هلته له ناروغۍ د مړو شمېر ۲۹،۸۷۷ ته لوړ شوی دی.

ووبپاڼه وايي، په هېواد کې د وبا له پیل راهیسې له کورونا وایرسه د وړجنو کسانو شمېر تر ۱،۴۹۱،۰۰۰ زیات شوی خو تر اوسه له ناروغۍ تر ۱۳ نیم لاکه زیات کسان رغېدلي هم دي.

په چټکۍ د خپرېدونکې اومېکرون بڼې له وجې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ وبا پینځمه څپه روانه ده. په هغه هېواد کې د جنورۍ له پیل راهیسې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو وې، خو له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د پېښو شمېر تر یوه حده پورې کم شوی دی.

په همدې حال کې حکومت د فبرورۍ له دویمې څخه د دوو اوونیو لپاره د کووېډ-۱۹ واکسینو یو پراخ کیمپېن پیل کړ چې پکې روغتیاپالان کور په کور وګرځېدل او خلکو ته یې ستنې ووهلې.

د کورونا واېرس د وبا د څار او کنټرول قامي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سینټر) له شمېرو سره سم د فبرورۍ تر ۱۶مې په هغه هېواد کې تر ۹۳،۵۴۲،۶۸۹ زیات کسان بشپړ واکسين شوي دي.

د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم د هغه هېواد ټوله ابادي شاوخوا ۲۰۸ مېلیونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG