د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د روس په سمندري حدودو کې یې هیڅ عملیات نه دي‌کړي‌


رويټرز اژانس د امريکايي پوځ د وياند کېپټن کېلي راینس د بیان حواله ورکړې چې پکې نوموړي ويلي، امريکا د روس په سمندري حدودو کې هيڅ ډول عمليات نه دي کړي.

د امریکا د دفاع وزارت (پینټاګان) وايي، د روس د دفاع وزارت دا ادعا رښتيا نه ده چې ګواکې په ايټمي توانايي چلېدونکی امريکايي اوبتل له کوريل ټاپو سره نېږدې د روس سمندري حدودو ته داخل شوی دی.

رويټرز اژانس د امريکايي پوځ د وياند کېپټن کېلي راینس د بیان حواله ورکړې چې پکې نوموړي ويلي، امريکا د روس په سمندري حدودو کې هيڅ ډول عمليات نه دي کړي.

هغه زیاته کړې چې دی د امريکايي اوبتولونو يا ابدوزونو د دقیق ځای په اړه څه ويل نه غواړي البته د ده په وينا، امريکا په نړيوال سمندري حدودو کې په خوندي توګه الوتنې کوي او بحري بېړۍ ګرځوي.

دا بیان د فبرورۍ پر ۱۲مه نېټه تر هغه وروسته راغلی چې انټر فېکس اژانس د روس د بهرنيو چارو وزارت په حواله وويل چې دوی د امريکا د يوه اوبتل تعقيب کړ او ورته يې د اوبو پر سر د راڅرګندېدو خواست وکړ خو ونه منل شو.

دا پېښه داسې مهال شوې چې له اوکراين سره نېږدې د روس له خوا د پوځ د ځای پر ځای کولو موضوع د واشنګټن او ماسکو ترمنځ ترېنګلتيا ډېره زیاته کړې ده.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د فبرورۍ پر ۱۲مه نېټه له روسي ولسمشر ولاديمير پوتین سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG