د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: ملتان سلطانز او لاهور قلندرز یو بل ته مخامخېږي


د ملتان سلطانز لوبډلې بالر د پېښور زلمي لوبغاړي ته د توپ ویشتلو پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۰مې انځور.
د ملتان سلطانز لوبډلې بالر د پېښور زلمي لوبغاړي ته د توپ ویشتلو پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۰مې انځور.

د فبرورۍ پر ۱۱مه، د پاکستان کرکټ سوپر ليګ (پي اېس اېل) د اووم پړاو سياليو په لړ کې ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبډلې يو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ ۱۰مه په لاهور کې د دې ۲۰ اووريزه سياليو ۱۶مه لوبه د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمينځ وشوه چې ملتان سلطانز د ۴۲ منډو په توپير وګټله. ملتان سلطانز لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د اوو لوبغاړو په ورکولو ۱۸۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د پېښور زلمي لوبډلې ټول لوبغاړي د ۱۴۰ منډو له جوړولو وروسته په ۲۰م اوور کې اوټ شول.

په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي.

د فبرورۍ تر اوومې پورې لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ کې وشوې او د فبرورۍ له ۱۰مې وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې پیل شوې دي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG