د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي د سړي تښتونې پېښو ضد یې جدي اقدامات کړي


ذبیح الله مجاهد دعوه وکړه چې په جنورۍ کې یې د خلکو د تښتونې د یوشمېر پېښو مخه نیولې - انځور له ارشیفه
ذبیح الله مجاهد دعوه وکړه چې په جنورۍ کې یې د خلکو د تښتونې د یوشمېر پېښو مخه نیولې - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د سړي تښتونې د پېښو د مخنیوي لپاره يې "جدي ګامونه" اخيستي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۱۰مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې په وروستيو کې د شويو اختطافونو یوشمېر عاملان يې نيولي دي.

نوموړي دعوه وکړه چې تېره میاشت يې د سړي تښتونې د ۱۷ پېښو مخه ونیوله او دا ډول يې یرغمل شوي کسان خوشې کړل او برمته ګر يې ونيول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سرښار کابل او ځینو نورو ولايتونو کې د خلکو د تښتونې پېښې زياتې شوي دي.

د فبرورۍ پر ۱۰مه د افغانستان یوشمېر ځايي رسنیو راپور ورکړ چې په کابل کې تښتوونکو یو صراف تر هغې وروسته وواژه چې پیسې یې هم ورڅخه اخیستې وې.

همداراز راپورونه وايي چې د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي مشر سید اصف هاشمي، چې شاوخوا درې میاشتې مخکې په غزني ښار کې تښتول شوی وو، وژل شوی دی.

بلخوا په کابل کې د ښځو د حقونو د څلورو فعالانو د بې درکۍ موضوع پر نړیوال کچ غبرګونونه پارولي دي. ادعا کېږي چې طالبانو به دا ښځې تښتولې وي خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG