د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس له ۳،۹۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي


په اسلام اباد کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس لپاره د یوه کس معاینه کوي - انځور له ارشیفه
په اسلام اباد کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس لپاره د یوه کس معاینه کوي - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۳،۹۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې د فبرورۍ پر ۱۰مه ویلي چې په هغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې ۴۷ کسان مړه شوي چې ورسره سم، په ۲۰۲۰ز کال کې د جهاني وبا له پیل راهیسې د مړو رسمي شمېر ۲۹،۶۴۸ ته رسېدلی دی.

ووبپاڼه وايي، په پاکستان کې د وبا له پیل راهیسې تر ۱،۴۷۴،۰۰۰ زیات کسان په کورونا وایرس اخته شوي چې ورڅخه یې تر شاوخوا ۱،۳۶۰،۰۰۰ پورې کسان رغېدلي دي.

په پاکستان کې د روان کال له پیل راهیسې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د وبا د پینځمې څپې کنټرولولو لپاره د فبرورۍ له دویمې څخه د دوو اوونیو لپاره د کووېډ-۱۹ واکسینو یو پراخ کیمپېن پیل کړ چې پکې روغتیاپالان کور په کور ګرځي او خلکو ته ستنې لګوي.

د کورونا واېرس د وبا د څار او کنټرول قامي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سینټر) له شمېرو سره سم د فبرورۍ تر ۱۰مې په هغه هېواد کې تر ۸۸،۸۶۸،۰۰۰ زیات کسان بشپړ واکسين شوي دي.

په پاکستان کی ولس ته د کورونا وایرس واکسین مفت ورکول کېږي. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم د هغه هېواد ټوله ابادي شاوخوا ۲۰۸ مېلیونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG