د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې ۱۱ کسان د واورو ښويېدو وژلي دي


پخوانی تصویر: د دانګام ولسوالۍ لوحه
پخوانی تصویر: د دانګام ولسوالۍ لوحه

د افغانستان کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۱ کسان وژل شوي دي.

هلته د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ريیس نجیب الله حنیف مشال راډیو ته ويلي چې پېښه د فبرورۍ پر اوومه نېټه سهار وختي ډېورنډ کرښې ته څېرمه په ګوریګاه سیمه کې شوې ده.

دی زیاتوي چې تر اوسه له واورو د ۱۱ کسانو مړي راایستل شوي دي او درې کسان ټپیان هم دي.

د دانګام ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر ذبیح الله هم مشال راډيو ته ويلي چې هغه کسان تر واورو لاندې شوي دي چې غوښتل یې په قاچاقي توګه پاکستان ته واوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG