د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کوټه ګلیډیېټرز له لاهور قلندرز سره مقابله کوي


د لاهور قلندرز لوبغاړی راشد خان بال وهي - انځور له ارشیفه

د پاکستان سپرلیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اوریز کرکټ په ټورنمنټ کې د فبرورۍ پر اوومه کوټه ګلیډیېټرز له لاهور قلندرز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبه د پېښور له وخت سره سمه د ماښام پر اوه نیمې بجې د کراچۍ په میدان کې پیل شي.

د فبرورۍ شپږمې پر ماخوستن اسلام اباد یونایټډ لوبډلې کراچۍ کېنګز لوبډلې ته په ۴۲ منډو ماته ورکړه.

د پي اېس اېل د اووم پړاو په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي.

د اتلولۍ نورې لوبې به د فبرورۍ له ۱۰مې څخه به په لاهور کې کېږي.

ټاکل شوې چې د پي اېس اېل پايلوبه د فبرورۍ پر ۲۷مه وشي.

تېر کال په جون کې ملتانز سلطانز لوبډلې د پي اېس اېل اتلولي ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG