د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرو لوبغاړو نړیوال کپ وګاټه


بخوانی تصویر: د هند له ۱۹ کلونو څخه کم عمره کرکټ‌ ملي لوبډله
بخوانی تصویر: د هند له ۱۹ کلونو څخه کم عمره کرکټ‌ ملي لوبډله

د هند له ۱۹ کلونو څخه کم عمر والا ملي لوبډلې د ۱۹ کلونو څخه کشرو کرکټ لوبغاړو پنځوس اووریز نړيوال جام په پايلوبه کې انګلېنډ ته ماتې ورکړه.

دا پينځم ځل دی چې هند دا کپ ګټي. د فرورۍ په شپږمه، د ویسټ‌انډيز په نارت ساونډ کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټینګ انګلېنډ وکړ او د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۸۹ رنزونه جوړ کړل.

هند دا هدف په ۴۸ اوور کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ.

د هند د ۱۹ کلن کرکټ ملي لوبډلې راج بوا ۳۵ رنزونه وکړل او په بالينګ کې یې ۵ ويکټې واخیستې. له همدې امله هغه د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG