د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او روسیه: لویدیځ دې د سړې جګړې نظریاتي تګلاره پریږدي


شي جين پينګ او پوتين په بېجينګ کې د ژمنيو اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو له پيل مخکې سره وکتل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه چینایي سیال شي جین پینګ په لویدیځ غږ کړی چې د سړې جګړې نظریاتي تګلاره دې پریږدي.

دا د دواړو مشرانو د اوکراین په اړه د مسکو او لویدیځ ترمینځ د کړکیچ په جریان کې د دوی ژورې اړیکې په ډاګه کوي.

شي جين پينګ او پوتين چې د فبرورۍ پر څلورمه نېټه یې په بېجينګ کې د ژمنيو اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو له پيل مخکې سره وکتل، په ګډه اعلامیه کې یې ويل شوي چې "د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستي هیڅ محدودیت نلري او د همکارۍ هيڅ ممنوع ساحې نه لري.

دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې روسیې د اوکراین پولې ته نږدې شاوخوا يو لاک سرتیري ځای پر ځای کړي او له اروپا څخه یې د امن ضمانت او په ناټو کې د اوکراين نه شاملولو غوښتنه کړي.

په داسې حال کې چې د کړکېچ د کمېدو نښې نه ښکاري، د بريتانيا وزيراعظم بوريس جانسن او د جرمني چانسلر اولاف شولز د فبرورۍ په څلورمه په يوه ټليفوني خبرو کې موافقه وکړه چې لوېديځ متحدين بايد روسيې ته د اوکراين د بل يرغل په اړه "روښانه او ثابت" پيغام ورکړي.

جانسن او شولز له مسکو سره د خبرو پر اهمیت هم موافقه وکړه او ویې ویل چې دوی به د اوسني کړکېچ د پای ته رسولو لپاره له موجوده سفارتي لارو کار واخلي.

XS
SM
MD
LG