د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د موټر اوښتو په پېښه کې اته کسان وژل شوي


د فبرورۍ پر درېيمه په خوست کې د موټر اوښتو په پېښه کې د درو ښځو او یو ماشوم په ګډون اته کسان وژل شوي دي ـ
د فبرورۍ پر درېيمه په خوست کې د موټر اوښتو په پېښه کې د درو ښځو او یو ماشوم په ګډون اته کسان وژل شوي دي ـ

په خوست کې د موټر اوښتو په پېښه کې اته کسان وژل شوي او اووه ژوبل دي.

چارواکي وايي، پېښه پرون (د فبرورۍ پر درېيمه) د خوست او ګردېز ترمینځ پر لویه لاره وشوه. دوی وايي، فلاینګ کوچ په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې واوښت.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمان زاهد پرون مشال راډیو ته وویل، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ درې غړي شامل دي.

ده زیاته کړه چې په پېښه کې د درو ښځو او یو ماشوم په ګډون اته کسان وژل شوي او اووه ژوبل دي.

په افغانستان کې هر کال د سړکونو خرابوالي، پر وخت د ګاډو مرمت نه کولو او د ډرېورانو د بې احتیاطۍ له وجې په ټرافیکي پېښو کې لسګونه کسان وژل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG