د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عربي امارات وايي د ډرون برید هڅه يې شنډه کړې


د یمن حوثي یاغیانو پر متحده عربي امارتو د پخوانیو حملو ذمه واري منلې - انځور له ارشيفه
د یمن حوثي یاغیانو پر متحده عربي امارتو د پخوانیو حملو ذمه واري منلې - انځور له ارشيفه

متحده عربي امارات وايي، د فبرورۍ پر دویمه يې د یو بل ډرون برید هڅه شنډه کړه.

دا تر هغې وروسته ده چې واشنګټن له متحده عربي اماراتو سره د هغه هېواد دفاع لپاره د جنګي بېړۍ او الوتکو د استولو ژمنه وکړه.

د خلیج عربي هېواد او د سعودي په مشرۍ د اېتلاف غړی چې په یمن کې د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو پرضد جګړه کوي، د درو بې پیلوټه الوتکو د بريدونو د هڅې شنډولو خبر ورکړی دی.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې او دا په وروستیو اوونیو کې پر هغه هېواد څلورم بريد دی.

په متحده عربي اماراتو کې د پخوانيو توغنديو او ډرون بریدونه ذمه واري حوثي یاغیانو منلې وه.

په متحده عربي اماراتو کې د امريکا سفارت ويلي دي چې هغه هېواد ته د جنګي بېړۍ او الوتکو لېږدولو پرېکړه د امريکا د دفاع وزير او ابوظبۍ وليعهد ترمینځ تر ټېلېفوني خبرو وروسته شوې.

د حوثیانو یو جګپوړي چارواکي سلطان السمیع له اماراتو سره د امریکا ملاتړ رد کړی او ویلي یې دي چې یاغیان به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

وروستي کړکېچ امریکا او ملګري ملتونه د تاوتريخوالي د کمولو غږ ته وهڅول. په سیمه کې روان تاوتریخوالی د سعودي عرب او ایران ترمینځ نیابتي جګړه بلل کېږي.

خو تهران دا تورونه ردوي چې حوثي یاغیانو ته یې مالي او پوځي مرستې ورکړي.

د ایران اېرنا خبري اژانس ویلي چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د فبرورۍ پر دویمه له خپل اماراتي سيال سره د یمن د کړکېچ په اړه خبرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG