د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور قلندرز د پي اېس اېل سیالۍ کې پېښور زلمي ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه


د کراچۍ نیشنل لوبغالی - انځور له ارشیفه.
د کراچۍ نیشنل لوبغالی - انځور له ارشیفه.

د پاکستان سوپر ليګ (پي اېس اېل) د اوومې اتلولۍ په سیالۍ کې لاهور قلندرز د پېښور زلمي لوبډلې ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.

لاهور قلندرز د فبرورۍ پر دویمه په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې پېښور زلمي د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې جوړې کړې.

د فبرورۍ پر درېیمه د کوټه ګلیډيېټرز او اسلام اباد يونايټډ لوبډلو ترمنځ سیالي کېږي.

اوسمهال د کارکردګۍ پر اساس ملتان سلطانز لوبډله پر لومړي نمبر، لاهور قلندرز پر دويم او اسلام يونايټډ پر درېيم نمبر ده. په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ۳۴ لوبې به کېږي.

د فېبرورۍ تر اوومې به لومړۍ ۱۹ سیالۍ په کراچۍ کې او د فېبرورۍ له ۱۰مې څخه به پاتې ۱۹ سیالۍ په لاهور کې کېږي.

ټاکل شوې چې د پي اېس اېل پايلوبه د فبرورۍ پر ۲۷مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG