د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس عمر عطا بندیال د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي شو


له قانون سره سم، د سترې محکمې قاضيان په ۶۵ کلنۍ کې له خپلې دندې تقاعدېږي - انځور له ارشیفه
له قانون سره سم، د سترې محکمې قاضيان په ۶۵ کلنۍ کې له خپلې دندې تقاعدېږي - انځور له ارشیفه

د پاکستان دولتي راډیو وايي، قاضي عمر عطا بندیال د سپریم کورټ د چیف جسټس په توګه د دندې لوړه وکړه.

د راډیو له خبر سره سم، ولسمشر عارف علوي د فبرورۍ پر دویمه له قاضي بندیاله سوګند واخیست.

د لوړې په غونډه کې وزیراعظم عمران خان، لوړپوړو حکومتي چارواکو، قاضیانو او د وکیلانو د ټولنې مشرانو ګډون وکړ.

جسټس عمر عطا بندیال د سپریم کورټ ۲۸م چیف جسټس شو. د پاکستان په سپریم کورټ کې قاضیان د زیاتې کاري مودې په لرلو په رتبو کې لوړېږي او په دې ډول د سترې محکمې د مشر قاضي څوکۍ ته رسېږي.

د سترې محکمې پخوانی مشر قاضي ګلزار احمد د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه تقاعد (ریټایر) شو.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، قاضي بندیال به د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر تر ۱۶مې پورې د سپریم کورټ چیف جسټس وي او تر هغې وروسته به قاضي فایز عیسا د سترې محکمې مشر قاضي کېږي.

له قانون سره سم، د سپریم کورټ قاضیان د ۶۵ کلنۍ په عمر کې تقاعدېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG