د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانسن: اوکراين سره د روسيې "دښمنۍ" مخنيوي لپاره ختيځه اروپا کې پر پوځ ګمارلو غور کوو


بوریس جانسن د جنورۍ پر ۲۹ مه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې دا ګام به کرملین ته یو واضح پیغام واستوي.
بوریس جانسن د جنورۍ پر ۲۹ مه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې دا ګام به کرملین ته یو واضح پیغام واستوي.

د بريتانيا وزيراعظم بوريس جانسن وايي، له اوکراين سره د روسيې د "دښمنۍ" د مخنيوي لپاره په ختيځه اروپا کې د پوځيانو، جنګي بېړيو او الوتکو په پراخه کچه د ځای پر ځای کولو په اړه غور کوي.

بوریس جانسن د جنورۍ پر ۲۹ مه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې دا ګام به کرملین ته یو واضح پیغام واستوي.

ده وويل چې دوی د به بې ثباته کوونکی فعالیت ونه زغمي او تل به د روسیې د دښمنۍ په مقابل کې د ناټو له متحدینو سره ولاړ وي.

دا په داسي حال کې ده چې د ناټو غړو د اوکراین لپاره د اضافي ملاتړ ژمنې ګړندۍ کړې چې د دوی د ګډې پولې په اوږدو کې روسیې نظامي جوړونې سره مخ دي.

ډیری لویدیځ هېوادونه ویره لري چې کیدای شي روس یرغل لپاره تياري کوي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۲۹مه فرانسې رومانیا ته د سلګونو پوځیانو د لېږلو پلان اعلان کړ.

دا اعلان له هغه یوه ورځ وروسته وشو چې امريکا وویل دوی به ډیر ژر د ختیځې اروپا او ناټو هیوادونو ته لږ شمیر امریکایي سرتیري واستوي او دا چې په زرګونو نور یې په تیار حالت کې ساتلي دي.

امريکا وار له مخې په لویدیځه اروپا کې لسګونه زره سرتیري ځای پر ځای کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG