د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام کې افغانستان نیمه پایلوبې ته ووت


د افغانستان د کرکټ د ۱۹کلنې لوبډلې ارشیف انځور
د افغانستان د کرکټ د ۱۹کلنې لوبډلې ارشیف انځور

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام سياليو کې افغانستان سريلنکا ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې يا سيمې فاينل ته ووت.

د جنورۍ پر ۲۷مه، د دې يو ورځنيو يا ۵۰ اووريزه سياليو په کوارټر فاينل کې لومړی افغانستان بېټينګ وکړ او په ۴۸م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په ورکولو سره ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د سريلنکا ټوله لوبډله په ۴۶ اوورونو کې د ۱۳۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدله. اوس به افغانستان د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه له انګلېنډ سره په سېمي فاينل کې مخامخيږي.

بلخوا د جنورۍ پر ۲۸مه، په يو بل کوارټر فاينل کې پاکستان د اسټراليا پر وړاندې لوبه کوي. د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب کرابين هېوادونو کې د جنوري پر ۱۴مه پيل شوې چې پايلوبه به يې د فېبرورۍ پر پينځمه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG