د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اردن پوځ ۲۷ مشکوک قاچاقبر وژلي دي


په سرحدي سيمو کې پر ګزمه بوخت، اردني پوځيان
په سرحدي سيمو کې پر ګزمه بوخت، اردني پوځيان

د اردن پوځ وايي هغه ۲۷ مشکوک قاچاقبران یې وژلي چې له ګاونډي شام څخه یې هلته د نشه يي موادو د لېږد هڅه کوله.

د جنورۍ په ۲۷مه د پوځ پر ویبپاڼه خپاره شوي بيان کې راغلي چې له شامه یې اردن ته د اېمفېټامین یا کیپټاګون په نوم د نشه يي موادو د قاچاق هڅې شنډې کړې دي. بیان زیاتوي چې قاچاقبرانو نشه يي توکي په هغو شامي لاریو کې پټ کړي ول چې د پولې پر عمومي لارې اردن ته ځي.

د پوځ په وينا روانه میاشت یې له مشکوک قاچاقبرانو سره شامۍ پولې ته څېرمه په نښته کې یو سرتېری وژل شوی وو.

د اردن او شام ترمینځ پوله په اسانۍ د تېرېدو وړ ده. اردني چارواکي تور پورې کوي چې د ایران ملاتړ لرونکې لبنانۍ شیعه ډله حزب الله او ملېشې په زیاتېدونکي قاچاق کې ککړ دي. دغه ډله د شام زیاتره جنوبي برخې کنټرولوي. خو حزب الله دا تورونه ردوي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو د چارو پوهان وايي، شام په سیمه کې د کیپټاګون د پیداوار مهم مرکز ګرځېدلی دی. په هغه سیمه کې د یادو نشه يي موادو بازار په پراخېدو دی او اردن، عراق او اروپا ته هم قاچاقېږي.

XS
SM
MD
LG