د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور پوليس وايي، د خبریال حسنېن شاه په وژنه تورن کسان يې نيولي


پوليس وايي، د حسنېن په وژنه تورن موټر سايکل سپاره کسان يې مخکې نيولي ول او د هغوی د معلوماتو له مخې يې مرکزي ملزم عامر بټ هم په لاهور کې ګرفتار کړ.
پوليس وايي، د حسنېن په وژنه تورن موټر سايکل سپاره کسان يې مخکې نيولي ول او د هغوی د معلوماتو له مخې يې مرکزي ملزم عامر بټ هم په لاهور کې ګرفتار کړ.

د پنجاب مرکز لاهور کې پوليس وايي،د خبریال حسنېن شاه په وژنه تورن کسان يې نيولي دي.

د جنورۍ پر ۲۴مه ماښام مهال نامعلومه موټر سايکل سپرو کسانو لاهور پرېس کلب ته نېږدې د پاکستان له يوه شخصي ټېليويژن کېپيټل نيوز سره کارکوونکی خبريال حسنېن شاه په ډزو وواژه او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

پوليسو د جنورۍ پر ۲۶مه رسنيو ته ويلي چې د حسنېن په وژنه تورن موټر سايکل سپاره کسان يې مخکې نيولي ول او د هغوی د معلوماتو له مخې يې مرکزي ملزم عامر بټ هم نن په لاهور کې ګرفتار کړ.

پوليس وايي، د بټ په لارښوونه د هغه کارکوونکو د حسنېن شاه پر موټر ډزې کړې وې او هغه يې وژلی وو.

د حسنېن شاه له وژل کېدو وروسته یو شمېر قهرجنو خبریالانو په لاهور کې لاریون وکړ، د هغه وژل یې وغندل او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې وکړه.

په پاکستان کې خبریالان له اوږدې مودې راهیسې په حملو کې په نښه شوي دي.

د خبریالانو د ژغورنې او د خبريالانو نورو نړيوالو ادارو پاکستان يو له هغو هېوادونو بللی چې د خبريالانو لپاره خوندي نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG