د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: افغان لوبډلې بیا هالینډ ته ماتې ورکړه


د کرکټ افغانه لوبډله - انځور له ارشیفه
د کرکټ افغانه لوبډله - انځور له ارشیفه

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د یکشنبې پر ورځ د هالیند له ټیمه په دویم ځل هم لوبه وګټله او نړیوال جام ته د تللو لپاره یې سکور ۲۰ ته ورسېد.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په اړه مشال راډیو ته وویل، "د کرکټ ملي ټیم نېدرلینډز (هالینډ) ته د دوو پرله پسې ماتې ورکولو سره د دې لوبو جام وګاټه. دا لوبې خورا مهمې دي ځکه له همدې لوبو څخه ټیمونه کولای شي نېغ په نېغه نړیوال جام ته لار پیدا کړي. له نېدرلینډز سره د افغانستان د ملي ټيم راتلونکې او وروستۍ لوبه د جنورۍ پر ۲۵مه ترسره کېږي."

د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د لارې موندنې امتیازي لوبې د افغانستان او هالینډ ترمينځ د قطر په پلازمېنې دوحې کې روانې دي.

د جنورۍ ۲۳مې په لوبه کې افغانستان د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۷ منډې وکړې او سیال ټيم یې په ۱۸۹ منډو اوټ کړ.

د افغانستان لپاره په دې لوبه کې رحمان الله ګربز سلیزه ووهله، کپتان حشمت الله شهیدي ۵۰ منډې وکړې او په بالنګ کې مجیب الرحمان ۴ وېکټې واخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG