د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکین: امریکا به د اوکراین په اړه روسیې ته په لیکلې بڼه ځواب ورکړي


د امریکا او د روسیې د بهرنیو چارو وزیران
د امریکا او د روسیې د بهرنیو چارو وزیران

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې د اوکراین پر سر د ترینګلتیا د کمولو لپاره به کار ته دوام ورکوي.

دوی دا موافقه په داسې حال کې وکړه چې امریکا روسیې ته د دغه هېواد د امنیتي غوښتنو د لیکلي ځواب او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د بیا کتنې د احتمال ژمنه ورکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جنورۍ پر ۲۱مه په جنیوا کې سره ولیدل. بلېنکین دا کتنه د اوکراین په پوله کې د رامنځته شوي کړکېچ لپاره حساسه شېبه وبلله.

بلېنکین لاوروف ته وویل، امریکا به روسیې ته په لیکلې بڼه ځواب ورکړي. دا غوښتنه مسکو تېره اوونۍ کړې وه.

بلېنکین دا هم وویل، امریکا او متحدانو یې د روسیې تر ټولو مهمې غوښتنې لکه دا چې اوکراین ته به هېڅکله د ناټو غړیتوب نه ورکول کېږي او د ناټو هېڅ غړی به هېڅکله د روسیې پولو ته نېږدې وسلې نه لېږي، رد کړې.

په همدې حال کې په کیف کې د امریکا سفارت د جنورۍ پر ۲۱مه وویل چې د ولسمشر جو بایډن د حکومت له لوري د وسلو تازه مرسته اوکراین ته ورسېده.

دغه سفارت پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې په دې پېټي کې چې تازه اوکراین ته رسېدلی، کابو ۲۰۰ زره پونډه یا نېږدې ۹۱ زره کیلو مهمات شامل دي.

د امریکا سفارت په یوه بل ټویټ کې ویلي چې دا مهمات د هغو دوه میلیارډه او ۸۰۰ میلیونه ډالرو ترڅنګ چې واشنګټن په ۲۰۱۴ز کال اوکراین ته ورکړي دي، له اوکراین سره د امریکا د مرستو ښکارندوی دي.

خو له دې سره-سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې اوس امریکا او روسیه د یو بل پر دریځونو ښه پوهېږي.

بلېنکین وویل، لاوروف په تکرار ټینګار وکړ چې هېواد یې له دې سره-سره چې په اشغالي کریمیا او د اوکراین پولو ته نېږدې یولکو ۲۷ زره پوځیان ځای پر ځای کړي، پر دغه هېواد د یرغل پلان نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG