د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا اوکراين ته له انټرنېټي بریده د بېرته رغېدو لړ کې د مرستې وړانديز کړی


اوکراين ويلي دي ښکاري د دې بريد ريښې د روسې استخباراتي ادارو سره اړه لرونکو هېکرانو ډلو پورې تړلې وي. انځور- ارشیف
اوکراين ويلي دي ښکاري د دې بريد ريښې د روسې استخباراتي ادارو سره اړه لرونکو هېکرانو ډلو پورې تړلې وي. انځور- ارشیف

امريکا اوکراين ته وړانديز کړی چې له انټرنيټي حملې د بېرته رغېدو لپاره کېف ته څه قسمه مرسته پکار وي،دوی يې ورسره کوي.

اوکراين ويلي، ښکاري د دې بريد ريښې د روسې استخباراتي ادارو سره اړه لرونکو هېکرانو ډلو پورې تړلې وي.

د جنورۍ پر ۱۴مه د اوکرایني حکومت پر ووبپاڼو پر داسې مهال لوی انټرنېټي برید شوی دی چې د غرب او روسیې ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

روسیې له اوکراینۍ پولې سره نېږدې سرتېري ځای پر ځای کړي او پوځي سامان یې وروړی دی. د جنورۍ پر ۱۴مه لومړی د اوکراین د تعلیم وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه د انټرنېټي حملې خبر ورکړ.

وزارت وویل، "د جنورۍ د ۱۳مې او ۱۴مې ترمینځ شپې مهال د نړیوالې انټرنېټي حملې له وجې د تعلیم او ساینس د وزارت ووبپاڼې ته په لنډمهاله ډول لاسرسی نه کېږي."

د بهرنیو چارو وزارت ووبپاڼې هم تر یو وخته پورې کار نه کاوه او ورباندې په اوکراینۍ، روسۍ او پولینډۍ ژبه پیغام لیکل شوی و چې "وډار شئ او د بدترین حالت تمه ولرئ."

د کابینې او د بیړنیو چارو وزارت ووبپاڼو ته هم لاسرسی نه کېده. پر ځینو نورو ووبپاڼو هم په درو ژبو اوکراینۍ، پولینډۍ او روسۍ یو متن لیکل شوی وو چې پکې ویل شوي چې شبکو ته د اوکراینیانو په اړه پورته شوي معلومات اوس په ډاګه شوي دي.

د اوکراين امنيتي ادارو په يو بيان کې ویلي دي چې د ياد بريد په اړه تحقيقاتو يې ځينې نښې په ډاګه کړي، کومې چې په دې بريد کې د روسي فېډرېشن د ځانګړو ادارو پورې د اړه لرونکو ډلو ښکېلتيا ښيې.

د ناټو عمومي منشي ينز سټولټنبرګ هم دغه بريد غندلی او ویلي دي چې د غړو هېوادونو ماهرين خپلو کې سره د معلوماتو تبادله کوي او پر ځمکه د اوکراينيو چارواکو سره مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG