د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینه ماڼۍ وايي که روسیې پر اوکراین بریدونه وکړل نو پرېکنده ځواب به ورکړي


سپینه ماڼۍ وايي، بایډن له زېلېنسکي سره په ټېلېفوني خبرو کې د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د امریکا ژمنه تکرار کړه - انځور له ارشیفه
سپینه ماڼۍ وايي، بایډن له زېلېنسکي سره په ټېلېفوني خبرو کې د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د امریکا ژمنه تکرار کړه - انځور له ارشیفه

سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکايي ولسمشر جو بایډن خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي ته ویلي چې که روسیه یې پر هېواد نور بریدونه وکړي نو واشنګټن او متحدان به یې پرېکنده ځواب ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د جنورۍ پر دویمه د دواړو ولسمشرانو تر ټېلېفوني خبرو وروسته په بیان کې ویلي چې بایډن د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د امریکا ژمنه تکرار کړه.

هغې زیاته کړه چې دواړو مشرانو د ترینګلتیا ختمولو لپاره د ډېپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړ.

د جنورۍ پر نهمه او ۱۰مه به په جینیوا کې د امریکا او روسیې ترمینځ د لوړې کچې غونډه وشي.

سپینه ماڼۍ د اوکراین پولې ته نېږدې د روسیو پوځیانو د ځای پر ځای کولو پر مسلې تمرکز زیات کړی. دا په تېرو درو اوونیو کې دویم ځل دی چې د امریکا او اوکراین ولسمشران ټېلېفوني خبرې کوي.

دا خبرې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د بایډن او روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټېلېفوني خبرو په تعقیب کې شوې دي.

هغه مهال بایډن ویلي ول چې که روسیې پر اوکراین یرغل وکړ نو امریکا او ملګري به یې ورباندې سخت بندیزونه ولګوي.

مسکو وايي، پر اوکراین د یرغل نیت نه لري خو له امریکا او ناټو څخه یې په سیمه کې د پراخو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG