د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: ښايي روسیه پر اوکراین برید وکړي


د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي.

په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی، روسیه کله هم په اوکراین برید کولای شي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په اوکراین کې د احتمالي نوې جګړې د مخنیوي په هدف د بیړنیو خبرو لپاره کیف او برلن ته تللی دی.

ټاکل شوې ده چې له دې وروستو به نوموړی له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د لیدنې لپاره جنیوا ته ولاړ شي.

دواړو سفارتکارانو د جنورۍ پر ۱۸مه د ټېلېفون د لارې خبرې کړې وې.

روسیې د اوکراین پولې ته نېږدې لسګونه زره پوځیان ځای پر ځای کړي دي او غربي هېوادونه وېره لري چې ښايي دا کار د ممکنه یرغل تیاری وي.

خو مسکو دا تورونه ردوي او وايي، پر ګاونډي هېواد اوکراین د حملې نیت نه لري.

تېره اوونۍ روسي سفارتکارانو د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل، تر څو د ماسکو په هغه پراخو مطالبو خبرې وکړي چې د اروپا په امنیتي جوړښت کې د لویو بدلونونو غوښتنه کوي.

د دې مذاکراتو څه نتیجه رانغله او ورپسې د روسیې چارواکو داسې پارونکي بیانونه ورکړل چې لوېدیز چارواکي یې اندیښمن کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د جنورۍ پر۱۸مه خبریالانو ته وویل چې دا یو ډېر خطرناک صورتحال دی او موږ اوس په یوه داسې مرحله کې یو چې روسیه هر وخت په اوکراین برید کولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG