د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو یو پلاوی پر بشري مرستو د بحث لپاره ناروې ته سفر کوي


بیان زیاتوي چې دا پلاوی به د افغانستان د مدني ټولنې له غړو او د بشري حقونو له دفاع کوونکو سره هم وویني. انځور- ارشیف
بیان زیاتوي چې دا پلاوی به د افغانستان د مدني ټولنې له غړو او د بشري حقونو له دفاع کوونکو سره هم وویني. انځور- ارشیف

ټاکل شوې ده چې د طالبانو یو پلاوی پر بشري مرستو د بحث لپاره ناروې ته سفر وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه ویلي چې طالب پلاوی به په درې ورځني سفر کې په افغانستان کې د بشري ناورین پر مخنیوي خبرې وکړي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د طالبانو دې پلاوي ته دوی بلنه ورکړې چې د جنورۍ له ۲۳مې تر ۲۵مې په اوسلو کې د ناروې او یو شمېر نورو اتحادي هیوادونو له چارواکو سره وویني.

په بیان کې د هیوادونو نومونه نه دي یاد شوي خو د ناروې د ( وي جې ) په نامه ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې په دې هیوادونو کې بریتانیا، فرانس، جرمني، اټالیا، امریکا او اروپايي ټولنه هم شامل دي.

بیان زیاتوي چې دا پلاوی به د افغانستان د مدني ټولنې له غړو او د بشري حقونو له دفاع کوونکو سره هم وویني.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا ملاقاتونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG