د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځونیخېلو د خپلو غوښتنو تکرارولو لپاره بیا جرګه کړې


د ځونیخېلو ولس د یوه ځايي ملک نصیب خان د وژنې خلاف په جون میاشت (۲۰۲۱) کې هم پرلت وهلی وو
د ځونیخېلو ولس د یوه ځايي ملک نصیب خان د وژنې خلاف په جون میاشت (۲۰۲۱) کې هم پرلت وهلی وو

د ځونیخېلو ولس یوځل بیا د خیبر پښتونخوا پر حکومت غږ کړی چې له دوی سره کړې ژمنې دې پوره کړي.

د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه د ځونیخېل ولس په دې جرګه کې ګڼو مشرانو او ځوانانو ګډون کړی او یوه څلوېښتۍ (جرګګۍ) یې هم جوړه کړې چې د سیمې د امنیت، خلکو ته د ورپېښو ستونزو او خپلمنځیو شخړو هوارولو چارې به پرمخ وړي.

له بنو ښار سره جوخت د ځونیخېلو ولس ویلي که یې حکومت ورسره کړې وعدې پوره نه کړې نو خپله راتلونکې کړنلاره به ټاکي.

د دې جرګې یوه سمبالوونکي او مخور عبدالطیف وزیر له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل چې حکومت د مارچ او جون په میاشتو کې د پرلتونو ختمولو لپاره له دوی سره کړې ژمنې لاهم نه دي پوره کړې. د نوموړي په وینا چې د جنورۍ ۱۷مې جرګه د زړې جرګۍ لړۍ ده چې حکومتي کړو ژمنو ته بیا کتنه وکړي. نوموړي هغه ژمنې بیا تکرار کړې چې د دوی په وینا حکومت ورسره په لیکلې بڼه کړې دي.

په دې کې لاندینۍ ژمنې شاملې دي:

  • په سیمه کې د امنیت پرځای کول
  • په سیمه کې یوشمېر پرمخیتايي یا ترقیاتي کارونه کول
  • د وژل شویو ځوانانو لپاره عدالتي پلټنې
  • پر خلکو کښلي مقدمې او اېف ای ارونه ختمول
  • جبري ورک کسان خوشې کېدل

د لطیف وزیر په وینا، دا دی اته میاشتې په پوره کېدو دي خو د وعدو پوره کېدو هېڅ پته نه لګېږي.

نوموړي وویل چې بله جرګه یې د راتلونکې اتوار پر ورځ بیا راغوښتې چې پکې به سختې پرېکړې کوي، نوموړی زیاتوي په وروستۍ جرګه کې چې کومه څلوېښتۍ جوړه شوې ده، د هغې کار خپل ولس بیدارول او له سرکار سره مرکې جرګې کول دي.

د خيبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان د ځونیخېلو له مشرانو سره پر تړون لاسليک کوي. د ارشیف انځور
د خيبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان د ځونیخېلو له مشرانو سره پر تړون لاسليک کوي. د ارشیف انځور

د ځونیخېلو د وروستۍ جرګې او د هغوی د غوښتنو یادولو په باب د بنو یو سرکاري چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال رېډيو ته وویل، چې د بنو مرستیال کمشنر له ځونیخېلو سره جرګه کړې او هغوی ته یې د هرډول سرکاري مرستې ډاډ ورکړی دی. د نوموړي په وینا چې د ځونیخېلو یوشمېر غوښتنې یې ورپوره کړي او بل دا چې په سیمه کې د پخوا پرتله امن ښه شوی او د لا ښه کېدو لپاره یې هلې ځلې دوام لري. د نوموړي په ادعا د سیمې لپاره ترقیاتي پانګه هم منظوره شوې او زغرده به کار پر پیل شي.

یاده دې وي، ځونیخېلو د مارچ په میاشت کې دغلته د څلورو ځوانانو د جسدونو تر موندل کېدو پس اته ورځې پرلت وهلی وو، چې وروسته له حکومت سره په خبرو اترو پای ته ورسېدلو.

په ځونیخېلو کې څلور وژل شوي تنکي ځوانان
په ځونیخېلو کې څلور وژل شوي تنکي ځوانان

دوی وايي له دې وروسته د جون په میاشت کې د سیمې یو مشر ملک نصیب خان ناڅرګندو وسله والو وژلی وو چې د هغې پېښې پرضد یې ۲۸ ورځې پرلت ووهلی.

د ځونیخېلو مشران وايي د دوی او حکومت ترمینځ په ناسته کې پر سټامپ پیپر ژمنې لیکل شوې دي او هغه باید عملي کړل شي. د دوی په وینا په سیمه کې امن لاهم نشته، وسله وال په خلاص مټ ګرځي، عدالتي پلټنه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی، په پرلتوالو جوړې مقدمې لا نه دي ختم شوې، په ترقیاتي پروژو کې هېڅ پرمختګ نشته، نو مجبوره دي چې بیا جرګې او پرلتونه وکړي.

XS
SM
MD
LG