د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو پرلت کمېټۍ غړی ملک نصیب خان په هدفي برید کې ووژل شو


د جانیخېل مشران وايي، حکومت منلې چې په سیمه کې به یې امن پر ځای کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00

د جانیخېل مشران وايي، حکومت منلې چې په سیمه کې به یې امن پر ځای کوي

د بنو په جانیخېلو کې د جانیخېل قام یو مشر ملک نصیب خان بېګا د نامالومه کسانو په هدفي برید کې وژل شوی دی.

نوموړی یو ډېر مشهور جرګه مار او د جانیخېل پرلت کمېټۍ غړی وو.

تر دې وروستۍ پېښې یوڅو ورځو وړاندې په همدغه سیمه کې د جانیخېل قام یوبل تن چې د ملېشه ځواکونو عسکر وو، په هدفي برید کې وژل شوی وو. د هغې پېښې پرضد ځايي ځوانانو او پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت هم وکړ چې وروسته یې ځايي انتظامیې غوښتنې ومنلې او پرلت ختم شو.

خو د جانیخېلو تر ټولو لوی پرلت د مارچ میاشتې پر ۲۱مه تر هغه وروسته ووهلو چې د دغه سیمې د څلورو تنکیو ځوانانو مړي وموندل شول. دغه هلکان په ښکار پسې تر وتلو شل ورځې وروسته هم کورونو ته ستانه نه شول. خو وروسته یوه ښکاري سپي یې تر خاورو لاندې جسدونه موندلي ول. کله چې یې مړي خپل کلي ته یووړل شول نو کلیوالو یې تر هغو له ښخولو انکار وکړ چې حکومت ورسره په سیمه کې د امنیت ساتلو په ګډون ځینې نورې غوښتنې په ليکلې بڼه نه وي منلې. د دوی پرلت تر يوې اونۍ زیات وخت جاري پاتې شو چې کله دوی د خیبر پښتونخوا له حکومته مایوسه شول نو د مارچ پر ۲۹مه یې سره له مړیو د اسلام اباد پر لور مارچ پیل کړ خو پر همدغه ورځ اعلا وزیر محمود خان د دوی غوښتنې ومنلې او احتجاج پای ته ورسېد.

حکومت د جانيخېلو له مشرانو سره په لوظنامه کې منلې وه چې دا سيمه به د وسله والو له شتونه پاکوي، د سيمې له پرامنه خلکو به قانوني وسلې نه ټولوي او د وسله والو پر ضد عملياتو کې به د هېچا کور ته تاوان نه رسوي. حکومت همداراز ژمنه کړې چې د هر يو وژل شوي هلک کورنۍ ته به د شهدا پيکېج په توګه ۲۵ لکه روپۍ ورکوي او په جانيخېلو کې به يو شمېر پرمختيايي پروژې پلي کوي.

خو د جانيخېلو د جرګې يو بل مشر ملک معاوض د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړې د ځينو کسانو د خوشي کولو لوظ کړی وو چې تراوسه پورې يې نه دي خوشې کړي.

د ملک معاوض په خبره چارواکو د ژمنو باوجود د څلورو هلکانو د وژنې پلټنې هم نه دې کړې او نه یې دوی ته څه معلومات ورکړي دي. (موږ ته څه لاس ته نه دې راغلي. د دې کارونو مطلب دا دی چې ته به مړي ږدي او دهرنه به کوي نو هله به حکومت درسره مذاکرات کوي. او بیا چې کله مړي ښخ شي نو بيا حکومت هيڅ نه کوي.)

خو چارواکي وايي د جانيخېلو جرګې سره پر شوې لوظنامې عمل روان دی او په دې لړ کې له مشرانو سره وخت په وخت خبرې کېږي. د بنو مرستيال کميشنر محمد زبېر نيازي د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې د جرګې تر ټولو لویه غوښتنه د امن وه، نو په دې لړ کې په هغه سيمه کې لومړۍ پوليس تاڼه جوړه شوې ده.

نیازي زياته کړه: ''حکومت په معاهده کې ډېر واضحه موقف خپل کړی وو او اوس هم دی چې د ټولو وسلوالو خلاف به يو شان کاررواياني کېږي. موږ په وسلوالو کې فرق نه کوو. پر دې خبره پوځ او صوبايي حکومت کلک ولاړ دي او په دي لړ کې يې هدايات هم جاري کړي دي. تاسو ته معلومه ده چې امن په يوه ګېنټه کې نشي راتللی. امن يو پروسس (عمل) دی او په دې کې پرمختيا ډير مهم رول لري.''

زبېر نيازی چې د کومې پولیس تاڼې د پرانیستلو ذکر کوي، د جانيخېلو مشران هغې ته د احتجاج په توګه نه وو ورغلي. دوی ویلي وو چې حکومت ورسره وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه په پرانستو کې برخه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG