د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین په پلازمېنه کې د کورونا اومېکرون لومړی ناروغ میندل شوی


بیجینګ او د هېواد په نورو ښارونو کې د اولمپیک لوبو تر پېليدو مخکې د کوورنا وايرس ټيسټونه زيات کړل شوي دي.
بیجینګ او د هېواد په نورو ښارونو کې د اولمپیک لوبو تر پېليدو مخکې د کوورنا وايرس ټيسټونه زيات کړل شوي دي.

د چين په بيجنګ ښار کې د کورونا وايرس نوې بڼې اوميکرون لومړی ناروغ میندل شوی دی.

دا له هغه يوه اوونۍ مخکې ده چې په چين کې د اولمپک ژمنۍ لوبې پيليږي.

د هيډيان ضلعې چارواکو ويلي دي چې د کورونا وایرس په دې نوې بڼه اخته شوي کس د استوګنې ځای او د کار ځای تړل شوي او په زرګونه خلک یې معاینه کړي دي.

بیجینګ او د هېواد په نورو ښارونو کې د اولمپیک لوبو تر پېليدو مخکې د کوورنا وايرس ټيسټونه زيات کړل شوي دي.

په چين کې د اولمپيک ژمنې لوبې د فرورۍ پر څلورمه پېلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG