د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلینکن: قازقستان د بهرنۍ مرستې پر ځای خپله د احتجاجونو مخه نیولای شوه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیواد یې د قازقستان لخوا د روسیې په مشرۍ د امنیتي سازمان څخه د مرستې غوښتلو په اړه پوښتنې لري.

دا په داسې حال کې ده چې په قازقستان کې په حکومت مخالف احتجاجونو کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

انتوني بلینکن د جنورۍ پر اوومه یو خبري کانفرانس ته وویل چې د قازقستان چارواکي دا صلاحیت لري چې له احتجاجونو سره داسې مناسب چلند وکړي چې د مظاهرچیانو د حق درناوی هم وشي او قانون او نظم هم پر ځای شي.

نوموړي زیاته کړه، دا څرګنده نه ده چې د قازقستان چارواکو ولې له بهره مرستو ته اړتیا محسوسه کړه؟

د قازقستان چارواکي وايي، له مظاهرچيانو سره په نښتو کې ۱۸ امنيتي سرتيري او لسګونه بلوه ګر وژل شوي دي.
د قازقستان چارواکي وايي، له مظاهرچيانو سره په نښتو کې ۱۸ امنيتي سرتيري او لسګونه بلوه ګر وژل شوي دي.

بل پلو، د قازقستان د کورنۍ استخباراتي ادارې پخوانی مشر کریم مسیموف د جنورۍ پر اتمه، د غداری د شک په تور کې نیول شوی دی. دا له هغه وروسته ده چې نوموړی د پرتشدد احتجاجونو له کبله دوه ورځې وړاندې له دندې لرې شوی و.

د ملي امنیت کمېټۍ په نامه دې ادارې له خوا که څه هم د کریم مسیموف په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو وايي، نور امنیتي چارواکي هم په ورته ډول نیول شوي دي.

کریم مسیموف نه یوازې دوه ځله د هیواد وزیراعظم پاتې شوی بلکې د پخواني ولسمشر نور سلطان نظرباییف اوږدمهاله ملګری هم ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې، د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف د جنورۍ پر اوومه په یو بیان کې وویل، قانون نافذوونکو ادارو ته یې "د بلوه ګرو د ځای پر ځای ویشتلو" امر کړی دی.

توقایېف ولس ته په ژوندۍ ټېليویژني وینا کې وویل چې امنیتي سرتېرو ته یې امر کړی چې د نورې ګډوډي رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره دې له اخطار ورکولو پرته ډزې وکړي. نوموړي وویل هغه څوک چې له تسلیمېدو انکار کوي، "له منځه به یووړل شي."

رپورټونه وايي، په الماتې کې د مظاهرو پرمهال د پولیسو ګاډو ته اور هم اچول شوی دی - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پینځمې انځور.
رپورټونه وايي، په الماتې کې د مظاهرو پرمهال د پولیسو ګاډو ته اور هم اچول شوی دی - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پینځمې انځور.

دغه مظاهرې لومړۍ د هېواد په غربي سیمه منګېستاو کې د جنورۍ پر دویمه د اېل پي جي ګېس بيو د دوه چنده زیاتېدو خلاف مخې ته راغلې. وروسته دا مظاهرې د هېواد نورو برخو ته وغځېدې او پکې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنو هم زور واخيست.

توقایېف تور پورې کړ چې په بهر کې تربیه شوې "ترهګرې ډلې" د تاوتریخوالي ذمه وار دي، خو نوموړي د خپلې دې ادعا څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د قازقستان د کورنیو چارو وزارت د جنورۍ پر اوومه ویلي چې ۲۶ "مسلح مجرمان" وژل شوي او تر ۳۰۰۰ زیات نور کسان د مظاهرو پر مهال نیول شوي دي. پر دې سربېره ۱۸ پولیس او ملي امنیتي سرتېري هم له مظاهره چيانو سره د نښتو پر مهال وژل شوي دي.


بلخوا د روغتیا وزارت وايي، روانه اوونۍ د ګیس او تېلو د بیو زیاتېدو پرضد د مظاهرو له پیل راهیسې په تاوتریخوالي کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي چې ورڅخه یې ۴۰۰ په روغتونونو کې بستر دي.

زیاتېدونکي تاوتریخوالي ولسمشر قاسم جومارت توقایېف د جنورۍ پر پینځمه اړ کړ چې د مسکو په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون له سازمانه غوښتنه وکړي چې هېواد ته داخل شي او وضعیت "ارامه" کړي.

لومړني روسي پوځیان په چټکۍ د الوتکو له لارې هلته ورسېدل او تر هغې وروسته د جنورۍ پر شپږمه ماښام مهال د سازمان له بل غړي بېلاروسه هم سرتېري ورورسېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG