د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: که طالبان خپل ځان په رسمیت پېژندل غواړي نو شرایط دې ومني


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

امریکا وايي، که طالبان غواړي حکومت یې نړیوال مشروعیت پیدا کړي او په رسمیت وپېژندل شي، زموږ او د نړیوالې ټولنې وړاندیز شوي شرایط باید ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر ۱۱مه ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې له دې شرایطو یو هم د یوه داسې ټولګډونه حکومت جوړول بولي چې په خبره یې، د ټولو افغانانو استازولي وکړي.

پرایس زیاته کړه: "هغه څه چې موږ په وار وار ویلي او نړیوالې ټولنې هم روښانه کړي، دا دي چې د طالبانو دنده ده چې یو داسې حکومت جوړ کړي چې ټولشموله وي او نه یوازې دا چې د افغانانو استازولي وکړي، بلکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویوونکی هم وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره، دا هغه غوښتنه ده چې دوی یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای له نېږدې څاري او ګوري چې طالبان یې د پوره کولو څه کوي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو له درېیو میاشتو زیات وخت تېرېږي تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

که څه هم طالبان وايي، دوی د دوحې هوکړه عملي کړې او د ځینو فرصتونو د برابرولو خبره کوي خو نړیوالو مخکې له دې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره ځینې شرطونه مطرح کړي چې مهم هغه یې:

  • د یو ټول ګډونه حکومت جوړول.
  • نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار حق ورکول.
  • د لږکیو حقونه
  • او د افغانستان له خاوري دوی ته نه ګواښ تضمین دی چې ښايي تر اوسه یې دوی په اړه ډاډ نه وي ترلاسه کړی.

خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د دې غوښتنې په ځواب کې مشال راډیو ته وویل، هیله‌مند دي چې لنډ راتلونکي کې د دوی نظام داسې مرحلې ته ورسېږي چې هېڅ ډول ستونزه ونه لري.

کریمي زیاته کړه: "حکومت د سرپرست تر عنوان لاندې جوړ شوی چې د بشپړېدو او تقویه کېدو پر لور ګامونه اخلي. ټول هغه کدرونه او استعدادونه چې افغانستان کې دي او ژمن کسان دي، پاکه سابقه ولري، ملي او اسلامي ارزښتونو ته تعهد ولري، په مختلفو بستونو او ردو کې به وګمارل شي."

په وروستیو کې طالب چارواکو دا هم ویلي چې امریکا ترې په لومړيو کې غوښتنه کوله چې یو شمېر پخواني چارواکي او سیاسیون حکومت کې شامل کړي، خو دوی نه ده منلې.

خو امریکا په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا داسې مهال د یوه‌ ګډونه حکومت په جوړېدو ټینګار کوي چې د جنورۍ پر ۱۱مه یې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله سره پر ټېلېفون خبرې کړي.

ټولو لوریو خپرو کړو اعلامیو کې لیکلي، د دې ټېلېفوني خبرو پرمهال له افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو په تسهیل، د ښوونکو، استادانو او روغتیايي کار کوونکو د تنخواوو، په افغانستان کې د تعلیم په ودې او په ځانګړي ډول نجونو ته د زده‌کړې د زمینې په برابرولو هر اړخیز بحث کړی.

دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په سیاسي کچه له کرزي او عبدالله سره د یوه لوړ پوړي امریکايي ډپلوماټ لومړنۍ رسمي او رسنیزه اړیکه ده چې ښيي، امریکا د افغانستان په سیاست او حکومتي چارو کې د دوی ښکلتیا ته لېواله دي.

د طالبانو د حکومت عدم مشروعیت او رسمیت نه پېژندنې د دوی د حکومت په مالي او اقتصادي سکټور د بد اغیز سربېره، د افغانانو ژوند هم اغېزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې همدا اوس له نیمايي زیات یعنې نېږدې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د افغانستان نازک اقتصاد وضعیت ته په اشارې له نړیوالو غواړي چې افغانانو سره مرستې وکړي.

د نېډ پرایس په خبره، نړۍ په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ژمنتیا وښيي او دې برخه کې ګام پورته کړي.

پرایس وايي، دا د هېچا په ګټه نه ده چې د افغانانو بې‌ ثباتي، محرومیت او سخت حالت وویني.

خو روسیه، چین، ایران او پاکستان چې د افغانستان نېږدې ګاونډیان دي، له امریکا غواړي چې د افغانستان کنګل شوې بانکي زېرمه ازاده کړي، څو دې هېواد کې اوسنی ناورین مدیریت شي.

هغه غوښتنه چې امریکا یې د رد لپاره خپل دلایل وړاندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG