د لاسرسي ځای

تازه خبر

امیرخان متقي وايي په تهران کې یې د مقاومت جبهې له مشرانو سره لیدلي


امیرخان متقي د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر اتمه ایران ته ولاړ.
امیرخان متقي د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر اتمه ایران ته ولاړ.

د طالبانو حکومت وايي چې د دوی پلاوي په تهران کې له دوو مخالفو مشرانو احمد مسعود او اسماعیل خان سره لیدلي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، چې د دې پلاوي مشري یې کوله، د جنورۍ پر ۱۰مه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هغو مشرانو ته یې افغانستان ته د ستنېدو ډاډ ورکړ. "له قوماندان اسماعیل خان او احمد مسعود او نورو افغانانو سره مو هم په ایران کې ولیدل. ټولو ته مو ډاډ ورکړ چې ټول راتللای شي، په هېواد کې ډاډه ژوند کولای شي. موږ هېچا ته د امنیت او نورې ستونزې نه جوړوو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر ټوېټر په یوه بیان کې د ملاقات خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د هېواد راتلونکې د ټولو لپاره ډاډمنه وي او هېچا ته د مخالفت دلیل پاتې نه شي.

تر دې مخکې په افغانستان کې رسنیو د مقاومت د جبهې د ویندویانو له قوله د مقاومت د جبهې د مشرانو او طالبانو د کتنې په اړه راپورونه رد کړي ول.

متقي د جنورۍ پر اتمه له یوه پلاوي سره ایران ته تللی وو.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق پر هغه ورځ مشال راډیو ته وویل چې د سفر موخه د افغانستان او ایران د اړیکو د لا پیاوړتیا، تجارت، صنعت او همداراز، د سرحدونو او نورو موضوعاتو په اړه له ایرانيو چارواکو سره خبرې کول ول.

ایران چې له افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰ کېلومیټره ګډ سرحد لري، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده تېره اوونۍ خبریالانو ته ویلي ول چې تهران تر اوسه هغه ټکي ته نه دی رسېدلی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول خو تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسميت نه دي پېژندلي.

XS
SM
MD
LG