د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې یوې چاودنې نهه ماشومان وژلي، څلور ژوبل


د ننګرهار لالپورۍ کې د پېښې سیمه
د ننګرهار لالپورۍ کې د پېښې سیمه

د ننګرهار چارواکي وايي چې په لالپوري ولسوالۍ کې د یوې ناچاودلې سرګولولې د چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو له دفتره د جنورۍ په لسمه نېټه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې چاودنه له غرمې مخکې شا او خوا لس نیمې بجې د جوارو پولۍ خرڅوونکي رېړې سره چې ماشومان ترې راتاو ول، شوې ده.

د پېښې یو عیني شاهد مشال راډیو ته وویل چې په وژل شويو کې پینځه ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.

عیني شاهد زیاتوي چې ناچاودلې سرګولوله یوه ماشوم د پولیو رېړې ترڅنګ چې ماشومان ترې راتاو ول، په کاڼې ټکوله چې وچاودېدله.

د پېښې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته بیول شوي دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون مسوولین د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG