د لاسرسي ځای

تازه خبر

متقي: افغانستان مو له اقتصادي سقوطه ژغورلی


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، ورځ تر بلې پر بانکونو فشار کمېږي او نړیوالې ټولنې هم ورسره څو ځلې د نغدو پیسو مرسته کړې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، ورځ تر بلې پر بانکونو فشار کمېږي او نړیوالې ټولنې هم ورسره څو ځلې د نغدو پیسو مرسته کړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، افغانستان یې له اقتصادي سقوطه ژغورلی دی.

امیرخان متقي د جنورۍ پر شپږمه د یوشمېر وزارتونو ویاندانو ته په وینا کې چې رسنیو ته هم استول شوې، وویل، د طالبانو حکومت د هېواد دننه مالي سرچینې سمبالې کړې دي.

د ده په خبره، طالبانو حکومتي کارکوونکو ته د درو میاشتو تنخاګانې ورکړې دي او په خبره یې، ژر به د څلورمې میاشتې هم ورحواله کړي.

متقي زیاته کړه چې ورځ تر بلې پر بانکونو فشار کمېږي او نړیوالې ټولنې هم ورسره څو ځلې د نغدو پیسو مرسته کړې.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې یوشمېر نړیوالو ادارو په ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

ملګري ملتونه وايي، اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۲۴ مېلیونه اوسېدونکي یعنې څه باندې نیمايي نفوس پوره خوړو ته لاس رسی نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG