د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېټالیا کې یو افغان ډېپلوماټ پر سفیر برید کړی


په روم کې د افغانستان سفارت ودانۍ - انځور له ارشیفه
په روم کې د افغانستان سفارت ودانۍ - انځور له ارشیفه

په روم کې د افغانستان سفارت وایي، تر هغې وروسته یې د اټالیې له پولیسو د مرستې غوښتنه وکړه چې له دندې څخه ګوښه شوي یو افغان ډېپلوماټ پر سفیر برید وکړ.

سفارت د جنورۍ پر پینځمه په بیان کې وویل چې یوه ورځ مخکې د محمد فهیم کشاف په نوم پخوانی ډېپلومات د سفارت ودانۍ ته ننوت او ادعا یې کوله چې د طالبانو له لوري سفیر ټاکل شوی دی.

په بیان کې ویل شوي چې کشاف د سفارت د یو کارکوونکي په حضور کې پر سفیر حمله وکړه خو هغه د خپل ځان دفاع وکړه او د اټالیې پولیسو ته یې ټېلېفون وکړ. بیان زیاتوي، اېټالیايي پولیسو کشاف له سفارته وایست.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو بیان کې له دې څخه انکار کړی چې ګواکې کشاف یې سفیر ټاکلی خو زیاته یې کړه چې هغه ګوښه شوی نه دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو لا هم د افغانستان زیاتره سفارتي ماموریتونو ته خپل استازي نه دي ټاکلي او د پرځول شوي حکومت ډېپلوماټان او سفیران خپلې دندې پرمخ وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG