د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له ۱۵ تر ۱۸ کلونو پورې عمر لرونکو ته د کورونا واکسین لګول پیل کړي‌


په هند کې روغتیايي چارواکي کور په کور ګرځي او خلک واکسینوي - انځور له ارشیفه
په هند کې روغتیايي چارواکي کور په کور ګرځي او خلک واکسینوي - انځور له ارشیفه

هند له ۱۵ تر ۱۸ کلونو پورې عمر لرونکو ته د کورونا وايرس پر وړاندې د واکسینو لګول پیل کړي‌ دي.

هند دا ګام تر هغې وروسته اخيستی چې په هغه هېواد کې د کورونا وايرس د نوې بڼې اومېکرون پېښې مخ پر زياتېدو دي.

د ګجرات ايالت د روغتيا کمېشنر جی پرکاش د جنورۍ پر درېيمه وويل، ماشومان کولای شي چې مرکزونو ته ولاړ شي او ځانونه واکسين کړي.

په هند کې به د سرکاري او شخصي ښوونځيو په کارولو د ماشومانو لپاره د واکسین مرکزونو شمېر دوه چنده شي.

د ښوونځيو چارواکو ته امر شوی چې هره ورځ د واکسين شویو ماشومانو شمېر حکومتي چارواکو ته ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره (یونیسېف) اټکل کوي چې هند په نړۍ کې د ماشومانو تر ټولو لوی نفوس لري چې شاوخوا ۲۵۳مېلیونه دي.

روغتیایي چارواکي وايي چې د جنورۍ پر درېيمه په هغه هېواد کې د کورونا وايرس شاوخوا ۳۴ زره نوې پېښې ثبت شوې او ۱۲۳ کسان ترې مړه شوي دي.

په هند کې د اومېکرون بڼې ۱،۷۰۰ پېښې هم رېکارډ شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG