د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوي کال په لومړۍ ورځ د کورونا وایرس له وجې په زرګونو پروازونه ځنډيدلي وو


په چينيوا هوايي ډګر کې ولاړې الوتکې
په چينيوا هوايي ډګر کې ولاړې الوتکې

د جنورۍ په لومړۍ نېټه (د نوي کال په لومړۍ ورځ) د کورونا وایرس اومېکرون بڼې له کبله په نړۍ کې د الوتکو په زرګونه پروازونه ځنډول شوي دي.

د دې لامل د الوتکو په کارکوونکو کې د کورونا وایرس خپرېدل ښوول شوي چې له امله یې د کارکوونکو کمی پیدا شوی وو.

د نړۍ پر پروازونو نظر لرونکې ویبپاڼې (فلایټ اوېر) په وینا، د پرون ورځې تر نیمايي پورې تر ۴۶۰۰ زیات پروازونه ځنډول شوي وو. د ویبپاڼې تر مخه، په دې کې تر نیمايي زیات امریکايي پروازونه وو.

د روغتیا څانګې چارواکو خبرداری ورکړی دی چې اوس د کورونا وایرس پېښې په دومره پراخه کچه رامنځ ته کېږي چې د دې وبا له پیله راهیسې یې ساری نه لیدل کېږي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، په امریکا کې یوازې د ډېسمبر پر ۳۱مه تر درې لاکه ۸۶ زره زیات کسان کورونا وایرس نیولي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG