د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانی ولسمشر د راتلونکي کال په پیل کې مسکو ته ځي


ابراهیم رییسي د روسیې د ولسمشر په بلنه مسکو ته سفر کوي. انځور له ارشيفه
ابراهیم رییسي د روسیې د ولسمشر په بلنه مسکو ته سفر کوي. انځور له ارشيفه

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د ۲۰۲۲ز کال په پیل کې د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین په بلنه مسکو ته ځي.

دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ایراني حکومت ویاند علي بهادري جهرمي په یو بیان کې کړی ده.

نوموړي زیاته کړې چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین رییسي د دواړو هیوادونو ترمینځ د ستراتیژيکو اړیکو په چوکاټ کې د خبرو لپاره مسکو ته غوښتی دی.

د کرېملن پر ووبپاڼه لیکل شوي چې ولسمشر پوتين روانه میاشت په مسکو کې له یوناني وزیراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس سره د یو شریک خبري کنفرانس پر مهال رییسي ته بلنه ورکړې وه.

ایران او روسیه نېږدې اړیکې لري او دواړه هېوادونه د شام په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد اتحادیان دي.

تر دې وړاندې د ایران منځلاری ولسمشر حسن روحاني په ۲۰۱۷ز کال کې مسکو ته تللی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG