د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د اټومي تړون د بحالۍ لپاره خبرې بیا پیل شوې


تهران وايي، مذاکرات باید پر ايران د بندیزونو په لرې کولو تمرکز وکړي. د ویانا غونډه
تهران وايي، مذاکرات باید پر ايران د بندیزونو په لرې کولو تمرکز وکړي. د ویانا غونډه

د ایران د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون بحالۍ لپاره د تهران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ خبرې د ډېسمبر پر ۲۷مه په ویانا کې بیا پیل شوې.

تهران وايي، مذاکرات باید پر ايران د بندیزونو په لرې کولو توجه وکړي.

د اروپایي اتحادیې ویاند الین ماتون چې د خبرو اترو مشري کوي، په يوه ټويټ کې ليکلي، "د مذاکراتو اتم پړاو په ویانا کې پیل شو."

د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي په دوره کې د اووم پړاو خبرې د ډېسمبر پر ۱۷مه تر هغه وروسته پای ته ورسېدې چې تهران په کاري متن کې ځینې نوې غوښتنې شاملې کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د غونډې له بيا پيلولو مخکې وويل، که امریکا غواړي په دې خبرو کې شامله وي، نو باید پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو ضمانت د دې خبرو د اجنډا په سر کې وي.

ایراني رسنیو ليکلي چې په ويانا کې له خبرو پيلېدو مخکې امیر عبداللهیان د ډېسمبر پر ۲۷مه نېټه په تهران کې وویل، "زموږ لپاره تر ټولو مهمه مسله دا ده چې داسې یوې نقطې ته ورسېږو چې لومړی د ایران تېل په اسانۍ او له خنډ پرته وپلورل شي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG