د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې کاربندیز دوام لري


ډاکټران وايي، د غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج جاري ساتي. انځور له ارشیفه
ډاکټران وايي، د غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج جاري ساتي. انځور له ارشیفه

په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج ته دوام ورکری.

دوی له تېرو ۲۸ ورځو راهيسې په سرکاري روغتونونو کې کاربندیز کړی چې له وجې يې د ورځنیو ناروغانو معاینې او د اپرېشنونو څانګې تړلې دي.

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د سرکاري روغتونونو شخصي کولو فېصله و نه کړي او د تنخاګانو زیاتولو په ګډون دې په روغتونونو کې اسانتياوې ورکړي. دوی د خپلو نیول شویو ملګرو خوشې کولو غوښتنه هم کوي.

د هغو ډاکترانو د کاربندیز له وجې مریضان له یولړ ستونزو سره مخامخ شوي دي.

خو د ځوانو ډاکټرانو اتحاديې مشر حفیظ مندوخېل د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل، د غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

خو د بلوچستان روغتیا ادارې صوبايي سېکرټر نورالحق بلوڅ وايي، د ځوانو ډاکټرانو لویه برخه په واشکو شېراني او موساخېلو کې هره میاشت ۱۲۰،۰۰۰ روپۍ تنخا اخلي خو ډاکټران پکې د ۶۰،۰۰۰ روپیو اضافه غواړي چې دا کار اسانه نه دی.

د کوټې پولیسو د نومبر پر ۲۷مه د ښار له مهمې امنیتي سیمې (رېډ زون) څخه ۱۵ ډاکټران او څلور طبي کارکوونکي د حکومت خلاف د پرلت پر مهال نیولي ول.

وروسته د کوټۍ یو عدالت دغه ډاکټران د سړکونو تړلو او ولس ته د تکلیف رسولو په تور بندي کړل چې تر اوسه نه دي خوشې شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG