د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: کور کې د ګیس سیلېنډر چاودنې پېښه کې دوه ښځې وژل شوي


چارواکي وايي، پېښه د سوات په بریکوټ کې شوې.
چارواکي وايي، پېښه د سوات په بریکوټ کې شوې.

د خيبر پښتونخوا په سوات کې د ګېس سیلېنډر چاودنې له امله دوه ښځې مړې شوي او کور ته يې هم زيان رسېدلی دی.

په سوات کې د بېړنيو مرستو رسوونکې ادارې مشر وقار خان مشال راډيو ته وويل چې د ډېسېمبر ۲۲مې پر سهار په بريکوټ کې د يو کور په پخلنځي (اشپزخانه یا باورچي خانه) کې د ګيس سیلېنډر چاودنه وشوه چې هلته دوه ښځې پر هم هغه ځای ووژل شوې.

د مرستندويه ادارې کارکوونکو مړي له ملبې څخه ايستلي دي. د چاودنې له کبله د کور نورو برخو ته زيان اوښتی دی.

د سوات په بېلا بېلو سيمو کې په تېره يوه اوونۍ کې د ګيس چاودونو او د ګيس د اخراج له کبله شپږ کسان مړه شوي او اته نور بېهوښه شوي دي.

د ګيس ورکوونکې اداري مشر ميرويس خان د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل، د يخنۍ له زیاتېدو سره د ګيس استعمال هم لوړ شوی دی. د نوموړي په وينا، د احتياطي تدابيرو نه عملي کولو له کبله داسې پېښې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG