د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا بلدیاتي ټاکنې: یوه ګوند هم اکثریت نه دی ترلاسه کړی


د انتخاباتو کمېشن وياند سهېل احمد د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې ټاکنې ښې ترسره شوې او د رايو شمېرل به هم په شفافه توګه وشي.
د انتخاباتو کمېشن وياند سهېل احمد د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې ټاکنې ښې ترسره شوې او د رايو شمېرل به هم په شفافه توګه وشي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د تر سره شویو بلدیاتي انتخابات د رایو شمېرل روان دي.

د انتخاباتو کمېشن وياند سهېل احمد د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې ټاکنې ښې ترسره شوې او د رايو شمېرل به هم په شفافه توګه وشي.

په دې ۱۷ ضلعو کې یو شمېر سیمې داسې دي چې د رایو اچوونکو شمېر پکې د نورو پرتله لږ دی نو ځکه یې د حتمي پایلو راتک ژر ممکن دی خو د لویو حلقو د رایو شمېرنه ښايي وخت واخلي.

غیر حتمي‌ او غیرسرکاري نتیجې

په پېښور کې یو د مېئر څوکۍ او شپږ تحصیلونه دي. د غېر حتمي او غېر ‏سرکاري شمېرو ترمخه د پېښور د مېئر پر څوکۍ د جمعیت علما اسلام ف ‏کاندېد محمد زبېر په ۵۶۰۰۶ ووټونه ترلاسه کړي دي او د تحریک انصاف ګوند امیدوار ‏محمد رضوان بنګش ۴۵۰۱۵ ووټونه ترلاسه کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند ‏کاندېد شېر رحمان ۴۴۰۲۰ ووټونه او د پيپلز ګوند ارباب زرک ‏‏۴۰۴۶۴ ووټوته ترلاسه کړي دي.

دا د ۵۲۱ پولنګ سټېشننو نتیجه ده او د ‏‏۷۰ پولنګ سټېشنونه نتیجه لا نه ده راغلې. ‏

د پېښور په حسن خېلو تحصیل کې د تحریک انصاف نوماند زیاتې رایې ترلاسه ‏کړې دي او د پشتخرې، شاه عالم او متهرا ۳ تحصیلونو کې د جمعیت علما ‏اسلام ف نوماندان پرمخ دي.

د بډبېرې او څمکنیو تحصیلونه د غېر ‏حتمي نتېجو ترمخه عوامي نېشنل ګوند ګټلي دي. ‏

د بونير په شپږو تحصيلونو کې له غير سرکاري نتیجو سره سم، په څلور تحصيلونو کې د تحصيل چيرميني له پاره د واکمن تحریک انصاف استازي بریالي شوي‌ دي‌.

په دوو تحصیلونو کې د تحریک انصاف او عوامي نېشنل ګوند د ترمنځ لانجه رامنځ ته شوې ده. پر دې چوکیو دې ګوندونو د خپلو بریاوو اعلان کړی دی خو د انتخاباتو کمېشن لا څه نه دي ویلي.

د بنو ضلعې په پنځه تحصیلونو کې د غیرسرکاري نتیجو له مخې دوه تحصیلونه جمعیت علما اسلام، دوه واکمن ګوند تحریک انصاف او یو ازاد نوماند ګټلی دی.

په لکي مروت کې له څلور تحصیلونو څخه درې ازاد نوماندانو او یو د جماعت اسلامي‌ نوماند ګټلی دی. خو دا ټولې غیرسرکاري نتیجې دي.

د سیاسي ګوندونو نیوکې

تر اوسه پورې، مشال راډيو ته د رسېدلو غير حتمي او غيرسرکاري نتيجو ترمخه هېڅ ګوند واضح اکثريت نه دی ترلاسه کړی.

پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند په خپلو بيانونو کې د انتخاباتو د نتيجو په اعلان کې ځنډ نيوکې کړې دي.

خو د الیکشن کمېشن چارواکي وايي په بلدیاتي انتخاباتو کې د ووټونو شپږ پرچې دي نو ځکه پکې د رایو اچولو پرمهال هم وخت لګېدی او د شمېرلو عمل یې هم ګران دی.

د خيبرپښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې په ۹۲۲۳ پولينګ مرکزونو کې خلک د کليو او ضلعو په کچه د چارواکو ټاکلو لپاره رایې واچولې.

په بېلا بېلو سیمو کې امنیتي پېښې

په دې ټاکنو کې ټول ۳۵۷۰۰ کسانو ځانونه کانديد کړي دي. د امنيت لپاره د پوليسو او ايف سي ځواکونو ۷۷۰۰ سرتيري ګمارل شوي وو

پر دې مهال په یو شمېر سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې هم رامنځ ته شوې چې له کبله یې په ځینو سیمو کې ټاکنې تر بیا ځنډول شوې دي.

په کرک او کوهاټ کې د وسله والو په ډزو او باجوړ کې د چاودنې له امله په مجموعي‌ توګه لږترلږه پنځه ووژل شو.

XS
SM
MD
LG