د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له وېسټ انډیزه د ۲۰ اوریزه کرکټ دویمه سیالي هم وګټله


د کرکټ سیالیو مینه وال د کراچۍ لوبغالي ته د ننوتو لپاره په قطار کې ولاړ دي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۱۳مې انځور
د کرکټ سیالیو مینه وال د کراچۍ لوبغالي ته د ننوتو لپاره په قطار کې ولاړ دي - د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر ۱۳مې انځور

د پاکستان لوبډلې د کرکټ په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې وېسټ انډیز ته په نهو منډو له ماتې ورکولو سره د درو لوبو اتلولي وګټله.

دا سیالي د ډېسېمبر پر ۱۴مه د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې وشوه چې پکې پاکستان لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې. تر دې وروسته، وېسټ انډیز په ۲۰ اورونو کې ۱۶۳ منډې جوړې کړای شوې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

تر دې مخکې پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۳مه هم وېسټ انډیز ته په لومړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې چې درېیمه سیالي د ډېسېمبر پر ۱۶مه د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې وشي.

تر هغې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمینځ د درې یو ورځنیو (۵۰ اوریزه) سیالیو لړۍ پیل شي چې لومړۍ هغه به یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه، دویمه یې پر ۲۰مه او درېیمه یې پر ۲۲مه کېدونکې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG