د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ: د خیبر پښتونخوا بلدیاتي ټاکنې دې په جماعتي بنیادونو وشي


سوات کې د ټاکنو بهیر: ۲۰۱۸ز کال
سوات کې د ټاکنو بهیر: ۲۰۱۸ز کال

د پاکستان سپریم کورټ د نومبر پر ۳۰مه نېټه د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي انتخاباتو په اړه اورېدنه کې د پېښور های کورټ هغه فیصله پرځای وساتله چې دغه ټاکنې دې په جماعتي بنیادونو وشي.

سپریم کورټ د بلدیاتي انتخاباتو د نېټې د بدلولو په اړه د خیبر پښتونخوا د حکومت درخواست هم رد کړی دی.

د جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ کې د سپریم کورټ درې کسیزه بینچ په خپله فېصله کې دا هم ویلي د انتخاباتو صوبایي کمېشن په دې اړه خپلې تیاریانې سر ته رسولې دي او باید دغه انتخابات نور و نه ځنډول شي.

دا له هغې وروسته ده چې د خيبر پښتونخوا حکومت په بلدیاتي ټاکنو کې د کلیو او ښاري اطرافو ټاکنې پر غیر جماعتي بنیادونو د کولو اعلان کړی وو خو حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه د دې پریکړې پرضد د پېښور های کورټ ته تللي ول.

د نومبر پر دويمه د پېښور های کورټ په یوه مختصره پرېکړه کې ويلي ول چې په غیر جماعتي بنیادونو بلدیاتي ټاکنې کول به غیر ايیني وي او په جماعتي بنیادونو يې د ټاکنو کولو حکم کړی وو. تر دې پرېکړې وروسته د انتخاباتو کمیشن پر جماعتي بنیادونو د بلدیاتي ټاکنو د نيټې اعلان وکړ خو صوبايي حکومت د های کورټ د پریکړې خلاف سپریم کورټ ته درخواست ورکړ.

XS
SM
MD
LG