د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان اوس له امريکې وطن ته پيسې لېږلی شي


يو سړی ډالر شماري
يو سړی ډالر شماري

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا لخوا افغانستان ته د پيسو د ليږد راليږد او حوالې لګولی بنديز ختمولو هرکلی کړی دی.

امریکا دا پریکړه د یوه جواز په صادرولو سره کړې او اوس هلته میشت افغانان کولای شي چې افغانستان ته د پېسو ليږونکو شرکتونو (ویسټرن یونین او منيګرام) له لارې پیسې ولیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دیسمبر په دولسمه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دوی دوحه کې له امریکایي چارواکو سره پر دې مسله خبرې کړې وي. ((د امريکا دا پرېکړه ستايو. دغسې ګامونه باید نور هم واخیستل شي چې اعتماد رامنځته کړي او دا بحران حل کړي، د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره هم ښه تمامیږي.))

پر افغانستان د مالي بندیزونو د نرمولو په ترڅ کې پرون نړیوال بانک اعلان وکړ چې د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق ملاتړو د ۲۸۰ میلیونه ډالرو ازادول تایید کړي دي. دا پیسې د خوړو نړيوالې ادارې ډبليو ايف پي او یونيسف ته ورکول کیږي چې له بې وزلو سره یې د مرستو پر لارو چارو ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG