د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: سیاست باید له لوبو لرې وساتل شي


د ژمي اولمپکس لوبې راروان کال د فبرورۍ له ۴مې تر ۲۰مې نېټې د چین په بیجینګ کې ترسره کېږي.
د ژمي اولمپکس لوبې راروان کال د فبرورۍ له ۴مې تر ۲۰مې نېټې د چین په بیجینګ کې ترسره کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت راروان کال په چین کې د اولمپيک لوبو څخه د امریکا او ځینو نورو هیوادونو له لوري په پلان شوي سفارتي بایکاټ نیوکې کړي دي.

د ډېسېمبر پر۱۰مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار وویل چې سیاست بایدله لوبو لرې وساتل شي.

راپورونه وايي چې د چین لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو له کبله د امریکا، کاناډا، بریتانیا او اسټریلیا چارواکي د احتجاج توګه په اولمپکس کې برخه نه اخلي خو لوبغاړي به یې په سیالیو کې لوبېږي.

د ژمي د اولمپکس لوبې راروان کال د فبرورۍ له ۴مې تر ۲۰مې نېټې په بیجینګ او ګاونډي هیبې صوبې په ښارګوټو کې ترسره کېږي.

د چین بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیان د دې راپورونو له خپرېدو وروسته خبرداری ورکړی چې که داسې وشي نو پرضد به یې اقدامات کوي خو ولې په دغه اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG