د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ادریس خټک کورنۍ د هغه مقدمه ملکي عدالت ته وړل غواړي 


د بشري حقونو فعال ادریس خټک له خپلې لور تالییه خټک سره. تصویر له ارشیفه
د بشري حقونو فعال ادریس خټک له خپلې لور تالییه خټک سره. تصویر له ارشیفه

د بشري حقونو فعال او څيړونکي ادریس خټک ته د پاکستان يو پوځي عدالت لخوا د ۱۴ کالو قید سزا کېدو وروسته د نوموړي وکيل وايي غواړي د هغه مقدمه ملکي عدالت ته يوسي.

که څه هم، خالد اپرېدی زیاتوی چې د ده موکل، ادریس خټک د سزا په اړه ورته پوځ په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو زياتوي چې له غير رسمي لارو ورته معلومه شوې چې خټک ته د ډېسېمبر په درېيمه د پاکستاني رازونو د ساتنې قانون چې د جاسوسۍ ضد قانون هم ورته ويل کېږي، له مخې سزا شوې.

د نوموړي په وينا، اوس به لومړی له پوځي عدالته د دې پرېکړه په اړه رسمي تفصيل غواړي‌ او وروسته به یې پرضد درخواست جمع کوي.

اپرېدي له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه:"دا ما په عدالت کې هم ويلي ‌چې ادریس خټک يو ملکي وګړی دی نو ځکه یې پوځي عدالت کورټ مارشل نه شې کولی. کورټ‌ مارشل د پوځيانو لپاره وي. اوس به موږ د پاکستاني پوځ په مرکز کې پوځي عدالت ته درخواست کوو. که هلته هم زموږ موقف نه اورېدل کېږي نو بيا به های کورټ‌ او سپريم کورټ ته ځو."

ادریس خټک د ۲۰۱۹ز کال په نومبر مياشت کې مخپټو وسله والو د اسلام اباد – پېښور پر سړک له موټره ښکته او له ځان سره بوت. هغه تر يوه کاله ورک وو. د نوموړي د کورنۍ لخوا د قانوني کوښښونو او د بشري حقونو نړيوالو ادارو تر فشار وروسته په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان دفاع وزارت ومنله چې خټک له پوځي استخباراتو (ملټري انټيلیجنس) سره دی. مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو تر مخه پر نوموړي د برتانوي استخباراتو لپاره د جاسوسۍ تور پورې شوی دی چې د هغه وکيل یې بې بنياده بولي.

ادریس خټک د بشري حقونو نړيوالو ادارو، اېمنسټي انټرنېشتل او هيومن رایټس واچ سره کار کړی دی. د هغه لور تاليه خټک وايي‌ پلار یې هغه مهال تری تم (غېب) کړل شو چې نوموړي په بلوچستان او قبايلي ضلعو کې د پاکستان امنيتي ادارو په لاس د جبري لادرکو کسانو د يوه لېست په برابرولو کار کاوه.

هغه د ډېسېمبر په نهمه مشال راډيو ته وويل چې کورنۍ یې اوس هم د انصاف تمه لري."موږ ټول پرېشانه یو. پلار مې د ۵۸ کاله دی نو څوارلس کاله پس خو به هغه د ۷۲ کالو وي. پلار مې د ورکو کسانو په اړه څېړنیز راپورونه جوړول. بل کار یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو په دوران کې د وژل شوو ملکي وګړو د کورنيو سره مرکې کول وو."

بخښنې نړيوال سازمان، اېمنسټي انټرنیشنل د دیسمبر په څلورمه په يو بيان کې ادریس خټک د غېب ساتل او په پټه ورته اورول شوې سزا له شرمه ډک عمل بللی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې حکومت دې د ادریس خټک مقدمه يو ملکي عدالت ته د وړلو اجازه ورکړي او د ورکو کسانو مسله دې بېخي ختمه کړي.

مشال راډيو چې کله د اطلاعاتو له وزیرمملکت، فرخ حبیب څخه د ادریس خټک د سزا په اړه وپوښتل نو هغه يوازې دومره وويل چې پر عدالتي مقدمو خبرې نه کوي.

د پاکستان پوځ د ادریس خټک په اړه تر اوسه کوم بيان نه دی ورکړی خو د ۲۰۱۹ز کال په اپرېل کې یې وياند، مېجر جنرل اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د لادرکه کسانو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي‌ وو چې نه غواړي څوک دې په زوره ورک کړل شي خو په جنګ کې هر څه جايز دي.

د پاکستان حکومت د لادرکه خلکو لپاره يو دوه کسیز کميشن جوړ کړی. د دې کمېشن په وروستي راپور کې چې د دې کال د نومبر په مياشت کې يې خپور کړی، راغلي چې د ۲۰۱۱ز کال راهیسې ورسره د راجستر شوو ۸۲۷۹ کېسونو څخه ۶۰۴۷ یې حل کړي دي.

XS
SM
MD
LG