د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د اومېکرون وایرس لومړی شکمن کېس موندل شوی


راپورونه وايي،د نوې بڼې د ناروغۍ علامې د پخوانيو هغو په پرتله شديدې نه دي.
راپورونه وايي،د نوې بڼې د ناروغۍ علامې د پخوانيو هغو په پرتله شديدې نه دي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس د اومېکرون بڼې لومړی مشکوک کېس په کراچۍ کې مخې ته راغلی دی.

د سیند صوبې د صحت وزيرې ډاکټر عزرا پيچوهو د ډېسېمبر پر نهمه په يو ويډيويي پيغام کې ويلي چې په مشتبه توګه يوه ۵۷ کلنه ښځه له اومېکرون وایرسه متاثره شوې ده خو د جينياتي مطالعې وروسته به یقين سره ووايي چې دا کېس د اومېکرون دی او کنه؟

دی وویل، له ياد وايرسه هغه خلک زيات متاثره کېږي چې واکسين شوي نه وي او متاثره شوې ښځه هم واکسين نه دی کړی.

د نومبر په مياشت کې په لومړي ځل جنوبي افريقا کې د کورونا وايرس دا نوې بڼه راپیدا شوه او په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

راپورونه وايي،د نوې بڼې د ناروغۍ علامې د پخوانيو هغو په پرتله شديدې نه دي.

بلخوا په پاکستان کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس د څار ملي اداري (نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنټر) پر وبپاڼه ليکلي چې د ډېسېمبر پر نهمه سهار په ټول هېواد کې تر پينځه کروړه ۴۵ لکه څخه زيات کسان بشپړ واکسين شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG