د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تېر يوه کال راهیسې ۱۸۲۰۰۰ افغانانو په وېزو پاکستان ته سفر کړی


د پاکستان حکومت وايي، د انلاين وېزو د اسانولو له وجې په زرګونو افغانان ورغلي دي.

د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد د ډېسېمبر پر اوومه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېر يو کال کې ۱۸۲۰۰۰ افغانانو په وېزو پاکستان ته سفر کړی.

هغه زیاته کړه چې په دوی کې ۱۲۰۰۰ یې د پاکستان له لارې بهر هېوادونو ته تللي دي او له ۴۰ زرو څخه ۵۰ زرو پورې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لارې په بېلابېلو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د اګست پر ۱۵مه د طالبانو د حکومت چارو سمبالولو وروسته په لسګونو زره افغانان نورو هېوادونو ته وتلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG